په پکتیا کې د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د دریو پروژو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د امید راډیو خبریال د راپور له مخې چې په دې کې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د بېټکې چکډم او ټرینجونو، د برملایانو کارېز د اوبو حوض، د شولګډ کاریز سربند او کانال پروژې شاملې دي چې چارې یې د ۱۵میلیون ۲۲۶ زره او ۸۲۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې دا پروژې د اوبو او انرژي وزیر، ملا عبداللطیف منصور، د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین، د پکتیا د اوبو او انرژي رییس مولوي محمد کریم فاتح او یو شمېر نورو سیمهییزو مسوولینو، قومي مشرانو او علماوو په شتون کې ګټې اخیستنې سپارل شوې دي.
په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پکتیا په څمکنیو او لجه منګل ولسواليو کې د پل بنګښ او ډوډې هایدرولوژي سټيشنونو د ساتنې او مراقبت پروژې چارې د ۴ میلیون ۴۲۱ زره او ۷ افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

