ډېر لوستل شوي

کابل ته د قطر د بشري مرستو څلور الوتکې رارسېدلې

د قطر د امیر په لارښوونه، د دې هېواد د بشري مرستو څلور الوتکې بيګا شپه کابل ته رسېدلي او د ختیځ ولايتونو زلزله‌ځپلو ته سپارل شوي دي.
دغه مرستې د ياد هېواد د بهرنيو چارو د وزیر سلاکارې ډاکټر مريم بنت علي بن ناصر په مشرۍ يو پلاوي راوړې او ويل کېږي چې تر ۱۱ زره زيانمنو کورنيو سره د بېړني ملاتړ په پار برابرې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، په دې مرستو کې روغتیايي ټيمونه، خوراکي توکي، درمل او د استوګنې وسایل شامل دي، چې د قطر د پرمختیا صندوق له لوري برابرې شوې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دا ګام د افغانستان له خلکو سره د دې هېواد د تلپاتې ملاتړ یوه برخه ده او د طبیعي پېښو زیانمنو ته د مرستې په لړ کې د انساني يوالي څرګندونه کوي.
قطر تر دې وړاندې هم په بېلابېلو بیړنیو حالاتو کې له افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ ترسره کړې ده.

اړوند خبرونه