ډېر لوستل شوي

افغان پلاوي د «ختيځ اقتصادي فورم» په عمومي ناسته کې ګډون کړی

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص د یو پلاوي په ملتیا روسيې ته د خپل سفر په ترڅ کې د «ختیځ ۲۰۲۵ اقتصادي فورم» په عمومي ناستې کې ګډون کړی.

دې ادارې ويلي، په دې ناسته کې پر دايمي پرمختګ، د چاپېریال ساتنې، پانګونې او د سیمه‌ییزو همکاریو په تړاو د نظرونو تبادله شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د روسيې په دغه ناسته کې په ولادیمیر پوتین سربېره د ګڼو هېوادونو لوړپوړو چارواکو، سیاسي، اقتصادي او علمي شخصیتونو ګډون کړی دی. د يادې ادارې چارواکو ټينګار کړی، چې د افغانستان د پلاوي ګډون د اسلامي امارت هغه ژمنتیا څرګندوي چې غواړي د چاپېریال دیپلماسۍ ته وده ورکړي، نړیوالې همکارۍ پراخې کړي او د نورو هېوادونو له تجربو څخه د افغانستان د چاپېریال او طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې ګټه واخلي.

اړوند خبرونه