په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له کبله د رامنځته شوې غمیزې په تړاو د تعزیت کتاب پرانیستی دی.
ابوظبۍ کې ياد سفارت وايي، په دغو مراسمو کې د ګڼو هېوادونو سیاسي استازو او دیپلوماټانو ګډون کړی وو او له افغان ولس سره یې د غمشریکۍ مراتب ثبت کړي دي.
افغان سفیر مولوي بدرالدین حقاني په دې مراسمو کې د زلزلې ځاني زیانونو ترڅنګ د رامنځته شویو مالي زیانونو په اړه هم ګډونوالو ته معلومات ورکړي دي.
دا په داسې مهال ده، چې د ختيځو ولايتونو په ځانګړې توګه کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۲۲۰۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۳۶۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

