ډېر لوستل شوي

ایران خپلو خلکو ته د احتمالي زلزلې په تړاو د چمتووالي سپارښتنه کړې

د ایران د ناورین مخنیوي او مدیریت ادارې له خپلو خلکو غوښتي، چې په پلازمېنه تهران او نورو سیمو کې تل د احتمالي زلزلې لپاره چمتو اوسي.

د دغې ادارې مشر علي نصیري ویلي، چې د تهران ټولې کورنۍ باید په کور، موټر او یا کارځای کې د خوړو ځانګړې کڅوړه چمتو ولري.

د نوموړي په وینا، په دې کڅوړه کې باید اوبه، خوراکي توکي، درمل، شخصي اسناد او لومړني بېړني توکي شامل وي، څو خلک وکولای شي د بېړني حالت پر مهال د یوه وخت لپاره له ستونزو وژغورل شي.

نصیري همداراز خبرداری ورکړی، چې هغه کورونه چې د ۱۹۹۵ کال نه مخکې جوړ شوي، د زلزلې پر وړاندې مقاومت نه لري او له اوسېدو دې ډډه وکړي. دغه خبرداری وروسته له هغې ورکول کېږي چې د افغانستان ختیځ په ځانګړې توګه کونړ ولایت د یوې سختې زلزلې له کبله وځپل شو.

اړوند خبرونه