په قطر کې د حماس جهادي غورځنګ يوه پلاوي تېره ورځ د ايران د بهرنيو چارو له وزير سيد عباس عراقچي سره کتلي دي.
د ياد غورځنګ پلاوي په دې ناسته کې له نړيوالې ټولنې غوښتنې، چې د فلسطينيانو د ژغورنې لپاره د بېړنیو بشري مرستو په لېږلو، د نسلوژنې په مخنیوي او د جګړې په پای ته رسولو کې یو موټی دریځ خپل کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه لیدنه کې دغه راز د حماس د دفتر مسوول خلیل الحیه او د دې غورځنګ د رهبرۍ شورا او سیاسي دفتر یو شمېر غړيو حضور درلود.
عراقچي ټينګار کړی، چې اسلامي هېوادونه باید د غزې د خلکو د ملاتړ او د هغوی د ستونزو د هوارولو لپاره ګډ دریځ خپل کړي او د اسرائیلو مشران د خپلو کړنو له امله محاکمه شي.

