د افغانستان ختیځ ته د زلزلهځپلو لپاره د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت او د جاپان د بشري مرستو لومړنۍ جوپې راورسېدې.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې جوپه کې شل ټنه خوراکي توکي د ياد هېواد د ولسمشر ولاديمير پوتين په لارښوونه افغانستان ته رالېږل شوي دي.
همداراز، د جاپان بیړنۍ مرستې چې په کې خېمې او کمپلې شاملې دي، نن سهار کابل ته رسېدلې دي. د جاپان سفارت په خبرپاڼه کې ویلي چې یاد توکي د سره صليب نړيوال فدراسیون له لوري افغاني سرې مياشتې ټولنې ته سپارل شوي او ډېر ژر به د هېواد ختیځ زلزلهځپلو ته ووېشل شي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې جاپان به له افغانانو سره خپل ملاتړ ته لا دوام ورکړي.

