له اماراتو ورورسته؛ په انقره کې هم د افغانستان سفارت د هېواد ختیځ ولایتونو د وروستۍ زلزلې د شهیدانو د کورنیو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ په موخه د تعزیت مراسم ترسره کړي دي.
ياد سفارت ويلي، په دغو مراسمو کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، دیپلوماټانو او یو شمېر سیاسي، علمي او فرهنګي شخصیتونو ګډون کړی وو.
ګډونوالو د خپلو هېوادونو او ملتونو په استازیتوب له افغان ولس سره د تسلیت او همدردۍ پیغامونه شریک کړي.
دا په داسې مهال ده، چې په متحده عربي اماراتو کې هم د افغانستان سفارت د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له کبله د رامنځته شوې غمیزې په تړاو د تعزیت کتاب پرانيستل شوی دی.

