د ملګرو ملتونو د هواپېژندنې سازمان (WMO) په تازه څېړنیز راپور کې ويلي، چې د اقلیمي بدلون او تودوخې د ډېرېدو له امله د هوا ککړتیا زیاته شوې ده.
راپور څرګندوي، لکه څنګه چې د نړۍ تودوخه د هوا د پېښو بڼه بدلوي، ځنګلي اورونه هم ډېر شوي او د ککړتیا کچه یې لوړه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د هواپېژندنې د سرمنشي مرستیال کوبارټ په وینا، د ځنګلي اورونو ترڅنګ د سون توکو، ټرانسپورټ او کرنیزو ځمکو د سوځېدو له امله هم د ککړې هوا ذرات ډېر شوي دي. د نړیوالو څېړنو پر بنسټ، د ځنګلي اورونو او د تودوخې د ډېروالي له امله هر کال میلیونه کسان د تنفسي ناروغیو سره مخ کېږي.

