د ملي دفاع وزارت د ۲۱۵ عزم قول اردو د اووم نمبر سرحدي محمدي لواء منسوبينو د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د بېلابېلو توکو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
يادې قول اردو ويلي، په نیول شویو توکو کې ۲۱ زره ۲۷۱ کیلو ګرامه مس، دوه عراده سوزوکي موټر، ۱۹۲۰ کیلو ګرامه روهي، د موټرو ۱۷۱ ټایرونه، ۷۲ کارټنه پنسل قلمونه او په ډېره کچه ټوکران شامل دي.
د سرحدي لواء د څلورم کنډک قومندان صالح محمد صدیقالله وايي، د یادو توکو په تړاو لس تنه نیول شوي چې له څېړنو وروسته به اړوندو ادارو ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده، چې د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو تر دې وړاندې هم د فرضي کرښې په اوږدو کې د بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.

