ډېر لوستل شوي

پاکستان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۸۸۴ ته ورسېد

د پاکستان په پنجاب او سند ایالتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۸۸۴ ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، د سېلابونو له کبله څلور زره کلي تر اوبو لاندې شوي او نږدې ۸۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په وينا، اوس مهال د ملتان سیمه د سختو سېلابونو له ګواښ سره مخ ده او د دې سيمې د ژغورلو لپاره پر دې فکر کېږي چې د «چناب» په نوم د اوبو بند مات کړي، څو اوبه بلې سیمې ته ولاړې شي. دغه چارواکي ادعا کوي، چې د هند له‌ لوري د راخوشې شویو اوبو له امله دغه سېلابونه نور هم پياوړي شوي دي.

اړوند خبرونه