د ازبيکستان لومړي وزیر عبدالله عارفاُف د افغانستان په سفارت کې د زلزلهځپلو قربانیانو د غمشریکۍ په پار جوړو شويو تعزیتي مراسمو کې ګډون کړی دی.
ياد سفارت وايي، چې عارفاُف د افغانستان د ختیځو ولایتونو له زلزلهځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، هېواد به یې زیانمنو کورنیو ته ۲۶۶ ټنه لومړنۍ مرستې ولېږي.
په مراسمو کې د افغانستان سفیر شیخ عبدالغفار بحر د ازبيکستان د مرستو هرکلی کړی او د کونړ ولایت د وروستۍ زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو په اړه یې د ازبيکستان لومړي وزیر ته معلومات وړاندې کړي دي.
د یادونې ده، د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۲۲۰۵ تنه شهیدان، شاوخوا ۳۷۰۰ تنه ټپیان شوي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

