ډېر لوستل شوي

له سيمې سره د افغانستان د اقتصادي نښلون په تړاو خبرې شوي

په ترکيه کې د افغانستان سفير شيخ سنيع‌الله فرهمند د ياد هېواد لپاره د ترکمنستان له سفير مکان ايشان قاليوف سره کتلي دي.

ياد سفارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په دوه اړخيزو اړيکو، ګډو ګټو او له سيمې سره د افغانستان په اقتصادي نښلون او يو لړ نورو مسائلو خبرې کړي دي. خبرپاڼه زياتوي، دواړو لوريو د افغانستان سياسي او اقتصادي ثبات، د سيمې د ثبات لپاره اړين بللی او دغه راز په دې ترڅ کې د اسلامي امارت هڅې ستايلې دي.

اړوند خبرونه