د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، چې د لوېديځو هېوادونو له لوري د افغانستان پر بانکي سيستم بنديزونه نه يوازې پر افغانستان، بلکې د سيمې او نړۍ پر هېوادونو يې هم منفي اغيزه کړې ده.
د اميد راډيو خبريال په کابل کې د «برېښنا د ثبات او پرمختګ په دوه ورځني نړيوال کنفرانس» کې د ښاغلي برادر اخوند په حواله ويلي، چې له همدې امله په افغانستان کې د بهرنيو پانګونو پر بهير يې هم جدي اغېز کړی دی.
د اسلامي امارت اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په نړيوالو غږ کړی، چې هېوادونه دې د جګړو پر ځای په افغانستان کې د پراختیایي پروژو پر عملي کولو تمرکز وکړي.
همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د برېښنا شرکت هڅې ستايلې او ټينګار يې کړی، چې اسلامي امارت د متوازن سیاست پر بنسټ د سیمې، نړۍ او ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
ښاغلي دغه راز په دې نړيوال کنفرانس کې زياته کړې، چې په افغانستان کې د ټاپي، کاسا–۱۰۰۰ او نورو لویو پروژو عملي چارې روانې دي چې دا په ښکاره ډول ښيي، افغانستان اوس د سیمې لپاره د نښلون په مهم مرکز بدل شوی دی.
په ورته مهال، د امارتي شرکتونو عمومي رئيس مولوي احمد جان بلال د «برېښنا د ثبات او پرمختګ په دوه ورځني نړيوال کنفرانس» کې ډاډ ورکړی: “تر راتلونکو دوو کلنو به د برېښنا د انتقال پراختیا او نورو اړوندو برخو کې نږدې ۳۳۰ میلیونه افغانۍ پانګونه وشي. “
د يادونې وړ ده، چې د ازبيکستان د انرژۍ وزیر میرزا محمدوف جرابیک په ياد نړيوال کنفرانس کې د افغانستان د وروستیو زلزلو د قربانیانو په تړاو خواخوږي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې هېواد به یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
دا په داسې مهال ده، چې کابل نن شنبه او سبا يکشنبه د برېښنا ثبات، پرمختګ او پانګونې ته د فرصتونو د نړیوال کنفرانس کوربه دی.