د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، افغانستان د اوبو، باد، ګازو او نورو برخو کې د پانګونې پراخې سرچینې لري او د ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د «برېښنا د ثبات او پرمختګ په دوه ورځني نړيوال کنفرانس» کې ټینګار کړی، چې هېوادونه دې د جګړو پر ځای په افغانستان کې د پراختیایي پروژو پر عملي کولو تمرکز وکړي.
د اميد راډيو خبريال د ښاغلي حنفي له قوله ويلي، له ۵۰ کلونو جګړو وروسته اوس د اسلامي امارت په راتګ په ټول هېواد کې سرتاسری امنیت ټینګ شوی او د نشهيي توکو کر او قاچاق هم په بشپړه توګه له منځه تللی دی. د رياستالوزرا اداري مرستيال په وینا، اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې خپله خاوره د سیمې یا نورو هېوادونو پر ضد وکاروي، دښمني نه؛ بلکې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

