ډېر لوستل شوي

سوله ‌غوښتونکی يا جنګ خوښونکی ولسمشر؛ ټرامپ د پنتاګون نوم «جنګ وزارت» ته اړولی

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرامپ د یوه اجرائيوي فرمان په لاسلیکولو سره د دغه هېواد د دفاع وزارت یا (پنتاګون) نوم په رسمي توګه د «جنګ وزارت» ته بدل کړی دی.

د سکای‌ نيوز په خپل راپور کې د ټرمپ په حواله ويلي، د نوم بدلولو په اړه له څو میاشتو راپدې خوا بحث روان و او بالاخره پر همدې پرېکړه وشوه. نوموړي زیاته کړې: “دفاعي نوم ډېر تدافعي دی، موږ غواړو دفاع وکړو خو که اړتیا وي، باید تهاجمي عمل هم وکړو. “

د هغه په وینا، نوی نوم د «بریا او ځواک» پیغام لري.

هم‌مهاله د پنتاګون رسمي ویب‌پاڼه د «جنګ وزارت» په نوم بدله شوې او د امریکا د دفاع وزیر د دفتر پر تابلو هم همدا نوم لیکل شوی دی.

دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بیا ستنېدو وروسته د اوو جګړو د ختمېدو ادعا کړې او د «۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزې» ترلاسه کولو هڅې کوي. خو سیاسي شنونکي وايي، د نوم بدلول او د جګړې پیغام ورکول د سولې له روحیې او د نوبل جایزې له موخو سره چندانې برابري نه لري.

اړوند خبرونه