ډېر لوستل شوي

اسرائيلي لاريون‌کوونکي: ټرمپ دې زموږ د برمته شويو کسانو په خلاصون کې کمک وکړی

لسګونه زره اسرائيليان تېره ورځ په تل‌ابیب او بیت‌المقدس کې لاريون کړی او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې غوښتي، چې د غزې اوربند او د بندیانو د خوشې‌کېدو موضوع په جدي توګه تعقیب کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، په غزه کې اوس هم ۴۸ اسرائيليان برمته دي، چې د چارواکي په وينا، شاوخوا ۲۰ تنه یې ژوندي دي. د دغو بندیانو کورنۍ اندېښنه لري او نیوکه کوي چې د اسرائيلو پرلپسې بریدونه د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.
بل لور ته ټرمپ ویلي، دی په جدي ډول له حماس جهادي غورځنګ سره د خبرو هڅې کوي، خو تر اوسه د کومې هوکړې د ترلاسه کولو امکان نه دی رامنځته شوی

اړوند خبرونه