د اوزبيکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ۲۶۵ ټنه مرستې د حیرتان بندر له لارې افغان لوري ته سپارل شوې دي.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په ۱۴ لاريو کې دغه مرستې د ختیځو ولایتونو د زلزلهځپلو لپاره ځانګړې شوې دي.
ویل شوي، چې په دغو مرستو کې خوراکي توکي او درمل شامل دي.
دا په داسې مهال ده، چې متحده امارتو هم د ختيځو ولايتونو په زلزله کې له زيانمنو شويو سره د ۴۰ ټنه د مرستې له رالېږلو خبر ورکړی دی.