ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ترکمنستان د انرژۍ وزیرانو د ګډو پروژو پر پلي کېدو خبرې کړې

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور نن د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر آننه ګیلدي سپروف، د «ټاپ» نړیوالې پروژې له رئيس مراد آرتیکوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د زر مېګاواټه برېښنا د لېږد، د «ټاپ ۵۰۰» پروژې د چټکتیا او د سترې «ټاپي» پروژې د پلي کېدو پر څرنګوالي بحث کړی او د همکاریو د پراختيا په تړاو یې د اندونو تبادله کړې ده.

ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د یادو پروژو د پلي کېدو لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی او زياته کړې يې ده، چې د اوبو او انرژۍ د پراختیایي همکاریو پراخېدو ته ژمن دی.

بل لور ته، د ترکمنستان د انرژۍ وزیر د وروستۍ زلزلې په تړاو له افغانانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد یې د ګډو پروژو پر مخ وړلو کې بشپړ چمتووالی لري. د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه ناسته د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا پر ټینګار سره پای ته رسېدلې ده.

اړوند خبرونه