د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي، د اسرائيلو د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې په اوسط ډول هر ساعت یو فلسطيني ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغه سازمان د ورکړل شويو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې لږ تر لږه «۲۰ زره» ماشومان چې د غزې د ټول نفوس دوه سلنه جوړوي، د اشغالګرو په بریدونو کې شهيدان شوي دي.
له همدې شمېر شاوخوا زره ماشومان له یو کال کم عمره او نږدې نیمايي یې د جګړې پر مهال زېږېدلي او بیا شهيدان شوي دي.
په منځني ختیځ کې د ماشومانو د ژغورنې د سازمان سیمهییز مشر احمد الهنداوي دا شمېر د شرم وړ بللی او ویلي: “تر ټولو بده دا ده چې موږ مخکې پوهېدو چې دا به پېښ شي؛ پر کورونو، لوبغالو، ښوونځیو او د ماشومانو پر روغتونونو منظم بریدونه او د لوږې قصدي رامنځته کول، نړۍ هم د دې وژنو د درولو لپاره هېڅ اقدام نه کوي. “
په همدې حال کې، د غزې د روغتیا وزارت هم خبر ورکړی، چې د شنبې له سهاره تر اوسه د اسرائيلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۰ تنه شهيدان شوي، چې په هغوی کې هغه کسان هم شامل دي چې د خوړو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله.
یاد وزارت زیاتوي چې د جګړې د پیل راهیسې د قربانیانو ټول شمېر ۶۴ زره او ۳۶۸ کسانو ته رسېدلی دی.
بل لور ته د د صهيونيست رژيم پوځ د شنبې په ورځ د غزې ښار اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې باید خپل پناهځایونه پرېږدي. دغه رژيم ويلي، عملیات به د غزې تر ټولو ستر ښار ژورو سیمو ته وغځول شي.

