د افغانستان لپاره د اوزبيکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشیف د اروپایي امنیت او همکارۍ سازمان له استازي ترهي هاکالا سره د افغانستان د یوځای کېدو او سیمهییزو بازارونو سره د نښلېدو په تړاو خبرې کړې دي.
د اوزبيکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، دواړو لوريو د افغانستان د سولې او ټيکاو په اړه د منظمې څېړنې او خبرو پر دوام ټینګار کړی او د افغانستان د اقتصاد د بیا راژوندي کولو او د سیمې په سوداګریزو نوښتونو کې د ګډون پر اړتیا یې بحث کړی دی. همدارنګه دواړو لورو هوکړه کړې، چې د افغانستان د مسئلې په تړاو عملي همکارۍ او ګډې هڅې لا پیاوړې کړي.