د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د اروپايي ټولنې یو شمېر مشران به په جلا جلا توګه د راتلونکې اوونۍ په دوشنبې او سېشنبې واشنګټن ته سفر وکړي.
ټرمپ څرګنده کړې، د دغو سفرونو موخه د روسیې او اوکراین پر کړکېچ او د روانې جګړې د پای ته رسولو په تړاو خبرې اترې دي.
د امريکا ولسمشر چې نیویارک ته له یوه سفره بېرته ستنېده، زیاته کړې، ډېر ژر به له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره هم خبرې وکړي.

