ډېر لوستل شوي

حماس: د اوربند او د بنديانو د آزادۍ په تړاو خبرو ته چمتو یو

حماس جهادي غورځنګ خبر ورکړی، چې له امريکا څخه يې د اوربند د ټينګښت وړانديزونه تر لاسه کړي او تيار دی چې د بنديانو د آزادۍ او د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو بې له ځنډه خبرو ته کښيني.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړی، چې د واشنګټن د شرايطو د نه منلو په صورت کې به له جدي پایلو سره مخ شي.
نوموړي زياته کړې، تر ډېره د بنديانو د خوشې کولو هڅې بريالۍ شوې؛ خو لا هم شاوخوا ۲۰ تنه پاتې دي او د ګڼو جسدونو د ستنولو غوښتنې هم روانې دي.
بل لور ته، تېره ورځ د صهيونيست رژيم هوايي بريدونو د غزې د څو پوړيزه «رویا» ودانۍ بشپړه ويجاړه کړې، چې د ګڼو بې‌ځايه شويو کورنيو لنډمهاله استوګنځای وو.
د يادونې وړ ده، چې د سرپناه له ړنګېدو وروسته ځينې کورنۍ وايي، نور هېڅ ځای نه لري او اړ دي شپې په کوڅو کې تېرې کړي.

اړوند خبرونه