ډېر لوستل شوي

د هند او امریکا ترمنځ د کړکېچونو کمېدل؛ ټرمپ او مودي پر سوداګريزو خبرو ټینګار کوي

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزير نریندرا مودي یو ځل بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د کمېدو په اړه څرګندونې کړې او يو بل ته يې ډاډ ورکړی چې د دواړو هېوادونو د سوداګريز پلاوو خبرې به ډېر ژر بیا پیل شي.

یادې څرګندونې نن سهار (چهارشنبه، د سنبلې ۱۹مه) د دواړو مشرانو له لوري په ټولنیز شبکه ایکس کې شوې دي.

 ټرمپ لیکلي: “زه په راتلونکو اوونیو کې له خپل ډېر ښه ملګري، لومړي وزير مودي سره د خبرو تمه لرم. ډاډه یم چې زموږ د دواړو لویو هېوادونو لپاره د یوې بریالۍ پایلې پر وړاندې هېڅ خنډ نه شته. “

د هند لومړي وزير نریندرا مودي امریکا او هند «نږدې ملګري او طبیعي شریکان» بللي او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو سواګريزې خبرې به د ډيلي ـ واشنګټن د شراکت د لا پراخېدو لاره هواره کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، په نږدې يوه اوونۍ کې دا دویم ځل دی چې د امریکا او هند مشران د سوداګريزو اړیکو د ښه کېدو او د کړکېچونو د کمېدو تمه څرګندوي.

په وروستیو اوونیو کې د هند له لوري د روسیې د نفتو د پېرلو دوام د واشنګټن او نوې ډيلۍ اړیکې تر بل هر وخت تریخې کړې وې او په پايله کې امریکا د هندي توکو ګمرکي تعرفې تر ۵۰ سلنې لوړې کړې او هند حکومت هم په ځواب کې ځینې پوځي تړونونه له امریکا سره ځنډولي وو.

اړوند خبرونه