ډېر لوستل شوي

د کورونو کرایې د کنټرول لپاره څارنې ټیمونو کار پیل کړ

د عدلیې وزارت ویاند خبر ورکړی، چې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د کورونو کرایې د کنټرول په موخه د ساحوي څارنې ټیمونه جوړ کړل او تېره ورځ سه شنبه یې په رسمي ډول کار پیل کړ.

د یاد وزارت ویاند قاري برکت الله رسولي وايي، چې د ساحوي څارنې دې ټیمونو کې د عدلیې وزارت، د کور او ښار جوړولو وزارت، د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو استازي ګډون لري.

نوموړی زیاتوي، چې یادې کمېټې د روانې اوونۍ په ناستو کې چې د عدلیې وزارت د مسلکي معین مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د غړو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوې، د کورونو کرايو لپاره د تعیین شویو اصولو د تطبیق لارې چارې بررسي کړې او د ساحوي نظارت ټیمونه یې جوړ کړل څو په دې برخه کې عملي اقدامات ترسره شي.

په دې اړه ښاغلي رسولي همداراز ویلي، چې په دغو غونډو کې دا پرېکړه وشوه چې د معاملاتو لارښوونې ټول دفترونه مکلف دي چې کورونه له ټاکل شوي حد څخه لوړ (د ۱۴۰۳ کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی) په کرایې ور نه‌کړي.

زیاتوي، چې همدارنګه مؤظفو ټیمونو ته هم هدایت ورکړل شو چې دا موضوع په جدي توګه بررسي کړي او د معاملاتو لارښوونې هر ډول سرغړونې ثبت کړي، څو له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي. د یادونې وړ ده، چې وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدو بهیر چټک کېدو سره کابل او د هېواد نورو ښارونو کې د کرایي کورونو کرایې بې سارې لوړې شوې دي؛ هغه چې عامو خلکو یې له حکومت د کنټرول غوښتنه کړې وه.

اړوند خبرونه