ډېر لوستل شوي

له جګړې او کړکېچونو وروسته؛ د ایران اټومي تاسیسات به یو ځل بیا تر څارنې لاندې وي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رییس رافایل ګروسي خبر ورکړی، چې له ایران سره د نوې هوکړې له مخې به د دغه هېواد د اټومي تاسیساتو د څارنې بهیر یو ځل بیا پيل شي.

ګروسي په خپله اېکس پاڼه دغه پرمختګ د ایران د اټومي پروګرام د څارنې په برخه کې مهم بللی دی.

بل لور د ایران د بهرنیو چارو وزیر سيد عباس عراقچي بیا تر همدې غونډې وروسته په یوه بیان کې خبرداری ورکړی چې که د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا پلي کولو لپاره کوم ګام پورته شي، ایران به له دې هوکړې په شا شي.

په قاهره کې د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې دا غونډه د تېرو دوو میاشتو راهیسې لومړنی مستقیمه لیدنه وه. ایران له هغه وروسته چې د اسرائیل سره په دولس ورځنۍ جګړه کې ښکېل شو او د امریکا لخوا یې پر اټومي تاسیساتو بمبارۍ وشوې، د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره همکارۍ ځنډولې وې.

اړوند خبرونه