د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یو شمېر مسولینو په ملتیا د کونړ له زلزلهځپلو سیمو د کتنې په پار یاد ولایت ته سفر کړی دی.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال پر دې ستر ناورین خواشیني ښودلې، شهیدانو ته یې دوعا او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده.
اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې ویلي چې د تېرو څلورو کلونو راهیسې دا درېیم ځل دی چې سختې زلزلې هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړوي. نوموړي وړاندې ویلي، چې د امکاناتو د کمښت سره هم اسلامي امارت پر دې توانیدلی چې پر وخت د زیانمنو لاسنیوی وکړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له سوداګرو، پانګوالو او خیریه بنسټونو هیله کړې چې د کونړ له زیانمنو سره خپلې مرستې روانې وساتي.
نوموړي د زلزلهځپلو د ورانو مېنو رغونې ته په اشارې ویلي چې هڅه کوي، امکانات چمتو او راتلونکې کې د ورته پېښو د زیان کچه خورا ټیټه کړي. د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په دې سختو شرایطو کې دې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي. ښاغلي برادر د هېواد شمال ته د خپل سفر اړوند ویلي چې هیله یې وه، په لومړۍ ورځ کونړ ته ځان ورسوي. یاده دې شي چې اونۍ وړاندې کونړ یوې سختې زلزلې ولړزاوه چې تر ۵۰۰۰ ډېرو هېوادوالو ته یې مرګ ژوبله واړوله.