ډېر لوستل شوي

افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، بندیانو او د پانګونې پر فرصتونو بحث شوی

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي «اډم بولر» په مشرۍ او د افغانستان لپاره د ټرمپ پخواني استازي زلمي خليل‌زاد په ملتيا له امريکايي پلاوي سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د اتباعو د موضوعاتو، په ځانګړې توګه د بندیانو د قضیو او د پانګونې پر فرصتونو هر اړخیز بحث کړی دی.

ښاغلي متقي په دې ناسته کې د دوحې د پخوانیو مذاکراتو ته په اشارې ويلي، په افغانستان کې ښه فرصت برابر شوی، اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي او په وينا يې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ داسې پېچلې ستونزې نه شته چې د حل لپاره یې جدي خنډ وي.

د امریکايي پلاوي مشر د خبرو پر مهال د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله خواخوږي څرګنده کړې او کابل ته يې پخوانی سفر ګټور بللی دی.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا د افغانانو د خپلواکه ټاکنې درناوی کوي او نه غواړي څه پر هغوی وتپي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې دغه راز ټينګار شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اړیکو د پراختيا لپاره خبرې او هڅې دوام ومومي.

اړوند خبرونه