د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن(شنبه، وږي ۲۲مه) له امریکا څخه راغلي پلاوي سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.
یاد پلاوی چې په تېر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د بندیانو په چارو کې د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی اډم بولر یې غړي دي؛ له ملا عبدالغني برادر سره د افغانستان، سیمې او نړۍ په تړاو غږېدلي دي.
ددې ناستې په پیل کې اقتصادي مرستیال د افغانستان اقتصادي ودې ته په اشارې ویلي: د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس بېرته مخ په ښه کېدو دی، اداري فساد نشته، د نشه یې توکو د کر او قاچاق بشپړ مخنیوی شوی، د بېکارۍ کچه راټیټه شوې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ ثابته پاتې شوې ده.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه بانکي سکټور کې د ګڼو پرمختګونو یادونه کړې او په خبره یې چې د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې، په کورنیو تولیداتو کې زیاتوالی راغلی، د لویو پروژو چارې پیل شوې او د صنعت، سوداګرۍ او ټرانزېټ په برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه ترسترګو کیږي.
ښاغلي برادر په ځینو برخو کې د نهپرمختګ سبب د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري لګول شوي اقتصادي بندیزونه بللي دي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له امریکايي پلاوي غوښتي چې امریکا دې په افغانستان کې د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي، د افغانستان په بیارغونه کې دې خپل رول ولوبوي او بېلابېلو سکټورونو کې دې د پانګونې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.
ورته وخت کې د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر ویلي چې امریکا او افغانستان د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی او له دې تړون څخه هیڅ لوري سرغړونه نه ده کړې. نوموړي په افغانستان کې په اقتصادي برخه کې شوي اقتصادي پرمختګونه ستایلي او د امریکا او افغانستان ترمنځ یې د اړیکو پر لا پراختیا او تعامل ټینګار کړی دی. دغه امریکایي استازي په ټینګار ویلي چې افغانستان کې به پانګونه کوي او نږدې وختونو کې به دواړه هېوادونه امریکایي اتباع هم تبادله کړي.
د افغان حکومت مسوولینو له ټولو هېوادونو سره تل په دوه اړخیز درناوي د ولاړو اړیکو غوښتنه کړې او هېچا ته یې په کورنیو چارو د لاسوهني اجازه نه ده ورکړې.