البانیا په نړۍ کې لومړی هېواد شو چې روباټ یې فرضي وزیر ټاکلی دی.
دا وزیر روباټ ډاییلا نومیږي او دنده یې د تدارکاتو د هوکړهلیکونو اداره او ارزونه ده. د البانیا چارواکي وایي چې ډاییلا به په تدارکاتي مسایلو کې روڼوالی راولي او بې پرې چلند به کوي.
د اېای کارپوهان په مالي مسایلو کې د دغسې روباټونو رول اغېزمن ګڼي.
دا په داسې حال کې ده چې فرانسې په وروستیو کې د مصنوعي ځیرکتیا وزارت رامنځته کړی او د متحده عربي اماراتو د ښوونځي په نصاب کې له لومړي تر دولسم ټولګي د اېای مضمون زیات شوی دی. په ګاونډي پاکستان کې هم په لومړي ځل یو روباټ د ښوونکي په توګه او په چین کې یوه روباټ د خبرونو د ویاندویۍ دندې پیل کړې وې.

