ډېر لوستل شوي

د چارلي کرک د وژنې په تړاو یو ۲۲ کلن ځوان نیول شوی

د امريکا پولیس وايي، چې د محافظه کار ځوان فعال او ډونالډ ټرمپ ته د نږدې کس چارلي کرک د وژنې په تور يې د ټېلر رابېنسن په نوم يو ۲۲ کلن ځوان نيولی دی.

دغه ځوان شاوخوا ۳۳ ساعته وروسته له هغې نيول شوی، چې کرک د ډزو په پایله کې ووژل شو.

د یوتا والي تېره ورځ (د ځایي وخت له مخې) په یوه خبري غونډه کې ويلي، چې تورن کس د فدرالي او سیمه‌ییزو امنیتي ځواکونو له تعقیب او څارنې وروسته نیول شوی.

د چارواکو په وینا، د پېښې له رامنځته کېدو تر نیونې پورې پولیسو ته له ۱۱ زره ډېرې «نښاني» رسېدلې، چې په پای کې سیمه‌ییزې ادارې ته د تورن کس د دوستانو له لوري خبر ورکړل شوی دی. ویل شوي، دغو کسانو پولیسو ته څرګنده کړې، چې نوموړي په ښکاره ډول منلې او یا یې په ضمني توګه ویلي چې د کرک د وژنې مسوول دی.

اړوند خبرونه