ډېر لوستل شوي

اوکراین د جګړې د دوام لپاره ۱۲۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري

د اوکراین نوي ټاکل شوي دفاع وزیر ډینېس شیمال خبر ورکړی، چې دغه هېواد په ۲۰۲۵ کال کې د دفاعي چارو د تمویل لپاره شاوخوا ۱۲۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

نوموړي د اړتیا د څرنګوالي او لګښتونو د وېش په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه لاهم روانه ده او د سولې د ټینګښت لپاره د هڅو سره-سره، د شخړې د پای ته رسېدو په اړه کومه څرګنده لاسته راوړنه نه ده لیدل شوې.

اړوند خبرونه