ډېر لوستل شوي

ا.ا.ا د قطر پر خاوره د اسرائیلو برید غندلی؛ متقي: اسلامي هېوادونه دې متحد دریځ خپل کړي

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د قطر د بهرنيو چارو وزارت له دولت وزير دکتور محمد بن عبدالعزيز الحليفي سره ټليفوني خبرې کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت ويلي، په دې اړيکه کې ښاغلي متقي د قطر پر خاوره د اسرائيلي رژيم وروستی برید په کلکو ټکو غندلی او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان ولس او حکومت په دغو حساسو شرايطو کې د قطر د دولت او ملت ترڅنګ ولاړ دي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د دولت وزير له اسلامي امارت مننه کړې او دغه راز دا اقدام يې د ورورګلوۍ ښکاره نښه بللې ده.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي امير خان متقي ټینګار کړی چې اسلامي هېوادونه باید د اسرائيلي رژيم پر وړاندې متحد، جدي او معنا لرونکی دريځ خپل کړي. د یادونې ده، چې تېره اوونۍ اسرائیلي اشغالګرو په دوحه کې د حماس غورځنګ پر سیاسي دفتر برید وکړ؛ چې توند نړېوال غبرګونونه یې راوپارول.

اړوند خبرونه