د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، چې د اسلامي امارت مشرتابه په حکم د سترې محکمې مخکېنی قضایي مرستیال او د جنوب لویدیځ زون د تمیز عالي ریاست رییس، شیخ سردار محمد ابو الفیضان د سترې محکمې د نظامي مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.
ښاغلي مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې همداراز د مرکزي دار الافتاء لوی ریاست مخکېنی رییس، شیخ نور ﷲ منیر د سترې محکمې د قضایي مرستیال او د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او د عمومي زدهکړو مخکېنی مرستیال، شیخ سخاء ﷲ سعید د سترې محکمې د اداري او مالي مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د سترې محکمې مخکېنی اداري او مالي مرستیال، شیخ عبدالمالک حقاني د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او د عمومي زدهکړو مرستیال او د سترې محکمې پخوانی نظامي مرستیال، شیخ خیر جان خیرخواه د مرکزي دار الإفتاء لوی ریاست د رییس په توګه ګومارل شوي دي. مولوي ذبیح الله مجاهد همداراز لیکلي چې د جنوب لویدیځ زون تمیز ریاست د جزاء دیوان مخکېنی رییس، مولوي شراف الدین یاسیني د همدې زون تمیز د رییس په توګه ټاکل شوي دي.