ډېر لوستل شوي

د کډوالو د مدیریت کنفرانس؛ د افغانستان د سرحدي پولیسو پلاوی چین ته ولاړ

د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو عمومي ریاست وايي، چې درې کسیز پلاوی یې د «کډوالو د مدیریت د همکاریو کنفرانس» کې د ګډون لپاره چین ته سفر کړی دی.

د دغه ریاست ویاند عابدالله عقاب فاروقي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې نن ویلي، چې ياد پلاوی د سرحدي پولیسو د عمومي ریاست د پوځي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان په مشرۍ د چین په کنفرانس کې برخه اخلي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې نړېواله غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو استازي ګډون لري او پکې د سرحدي خطرونو د مخنیوي او د تګ ـ راتګ د اسانتیاوو په اړه بحث کېږي.

په ورته مهال د سرحدي پولیسو د معلوماتو له مخې، دغې ادارې په تېرو څلورو کلونو کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پروسه په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان له لوري، د سرحدونو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې مدیریت کړې ده.

اړوند خبرونه