کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په یو شمېر ولایتونو کې د غلا، قتل، قاچاق، هوایي ډزو او نشهيي توکو د قاچاق په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کسان له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري په دایکنډي، هرات، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا، نیولشوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په ورته مهال په کاپیسا او هرات ولایتونو کې د اتو وسلو په ګډون یو شمېر مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د اسلامي امارت ځواکونو تر دې مخکې هم د پلازمېنې، کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو سلګونه کسان نیولي او اړوندو ارګانونو ته ورپېژندلي وو. کورنیو چارو وزارت بار بار ټینګار کړی چې د اسلامي امارت پولیس به د هغو کسانو د فعالیتونو مخه نیسي چې د ټولنې امنیت ګډوډوي او د هېوادوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

