ډېر لوستل شوي

پر غزې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ ۶۲ تنه شهیدان او زرګونه نور بې‌کوره شوي

صهيونيست رژيم پر غزې تازه بريدونه کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ۶۲ تنه شهیدان شوي او تر ۶ زره زیات فلسطینیان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د الجزیرې تلویزیون د راپور له مخې، دغه بریدونه په پرلپسې توګه روان دي او ګڼې ودانۍ، په ځانګړې توګه هغه ښوونځي چې ملګرو ملتونو د سرپناه په توګه کارول، په بشپړ ډول نړېدلي دي.

د فلسطین د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود بسل ویلي، اوس د غزې ښار اوسېدونکي د کلابندۍ او پرله‌پسې بمباريو له امله په خورا سختو شرایطو کې ژوند تېروي.

عیني شاهدانو زیاته کړې چې د اسرائیلو پوځ د غزې ښار د نیولو لپاره پرله‌پسې بریدونه کوي او په همدې حال کې یې د «شپې پاڼې» په وېشلو سره خلک د لوږې، وېرې او مرګ تر سیوري لاندې له خپلو سیمو وتلو ته اړ کړي دي.

د راپورونو له مخې، د اسرائیلو جګړه‌يیز الوتکې هر لس تر پنځلس دقیقو وروسته پر ودانیو بمونه غورځوي، په داسې حال کې چې خلکو ته د ژغورنې لپاره د تېښتې کافي وخت نه ورکول کېږي.

د اسرائیلو پوځ په نړیوالو غوښتنو سربېره، تر اوسه په خپلو بریدونو کې کموالی نه دی راوستلی او لا هم هڅه کوي غزه په بشپړ توګه ونيسي.

اړوند خبرونه