ډېر لوستل شوي

افغان او قطري دفاع وزیرانو خپلمنځي کتنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته په خپل سفر کې د هغه هېواد د وزیرانو شورا مرستیال او د دولت د دفاع وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حس آل ثاني سره کتلي دي.
دې ناسته کې پر دوه اړخیزو اړیکو،ګډو موضوعاتو او د سیمې ـ نړۍ پر وروستیو پېښو خبرې اترې شوي دي. ښاغلي مجاهد پر یاد هېواد د صهیونېست رژیم برید غندلی او د افغان حکومت او خلکو د ملاتړ ډاډ یې ورکړی.
یاده دې شي چې دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد نن قطر ته تللی او د یاد هېواد د دفاع له وزیر سره تر ناستې وړاندې یې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره هم کتلي و.

اړوند خبرونه