د بدخشان مسوولین وایي، د یاد ولایت په «ارگو» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه، دوه نور سخت ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه په «سرای دره» سیمه کې د موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.
مسوولینو د دې پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزه ښودلې ده.
په وروستیو کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول بلل کېږي.

