د اسلامي همکاریو سازمان او عربي هېوادونو په چوکاټ کې د شاوخوا ۶۰ هېوادونو د مشرانو بېړنۍ غونډه په دوحه کې ترسره او د یوې «توندې» اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.
ګډونوالو په دې غونډه کې د قطر له حکومت او ولس سره د ملاتړ ترڅنګ د اسرائيلو وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. هغوی ټینګار کړی چې اسرائيل له ټولو سرو کرښو اوښتی او د سیمې د ناامنۍ او کړکېچ د پراخېدو اصلي لامل ګرځي.
رهبرانو له یو بل غوښتي چې پر اسرائيلو د فشار لپاره اغېزمن حقوقي، سیاسي او اقتصادي ګامونه پورته کړي او د اړیکو د بیاکتنې جدي اړتیا ته پام وکړي.
په اعلامیه کې د ملکي کسانو د وژنو د درولو غوښتنه شوې او ټینګار شوی چې د غزې روانه جګړه باید د سولهییزو لارو له مخې ختمه شي.
ویل شوي، چې پر قطر د اسرائيلو برید د امریکا سخت غبرګون هم راپارولی او ډونالډ ټرمپ له نتنياهو غوښتنه کړې چې په خپلو کړنو کې له احتیاطه کار واخلي.

