د عمان د سلطنت سلطان هیثم بن طارق د میلاد النبي (ص) د ورځې په مناسبت ۳۳ تنه افغان بنديانو ته عفوه کړې ده.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې یاد بنديان به ډېر ژر هېواد ته راستانه شي.
په عمان کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا ډول ګامونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت رول ولوبوي. دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستيو کې د اسلامي امارت په هڅو له يو شمېر هېوادونو څخه افغان بنديان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.