ډېر لوستل شوي

د ایران استازی: له اسلامي امارت سره د تعامل پرته بله لار نشته

له چين او روسیې وروسته په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی سعید ایرواني هم ویلي، چې نړیواله ټولنه د اسلامي امارت له حکومت سره د تعامل پرته بله لاره نه لري.

ایرواني تېره ورځ د افغانستان د وضعيت د ارزونې په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ناسته کې زیاته کړې: “اسلامي امارت د افغانستان يو واقعيت دی او نړۍ اړ ده، چې تعامل ورسره وکړي. “

د ایران استازي دغه راز ټینګار کړی، چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په لاس وټاکل شي او د بهرنیو نسخو تحمیل په دې هېواد کې ګټور نه دی.

هغه همداراز زياته کړې، له افغانانو سره بشري مرستې باید له سیاست څخه لرې وساتل شي او بندیزونه د افغانستان د اقتصادي ثبات خنډ نه شي ګرځېدای. دا په داسې مهال ده، چې د ملګرو ملتونو په ياده ناسته کې د چين او روسيې دايمي استازو هم له افغانستان سره پر تعامل ټينګار کړی دی.

اړوند خبرونه