ډېر لوستل شوي

“د هوایي ډګر له څلورلارې تر ګمرک پورې د غځېدلي سړک چارې بشپړېدو ته نږدې دي” 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د هوایي ډګر له څلورلارې تر ګمرک پورې د غځېدلي ۲٫۷ کیلو متره اوږد او ۶۰ متره سور‌ور سړک چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. 

د دې ادارې د اعلامیې له مخې چې په دې پروژه کې د تګ راتګ لپاره دوه اساسي سړکونه، د سړک دواړو لورو ته پلې لارې او لښتي، پنځه ګلدانونه، ترافیکي نښې او د یو معیاري سړک ټولې برخې شاملې دي.

د سرچینې په وینا چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به کابل ښار کې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه کمه، له ختیځو ولایتونو څخه د هېواد شمال ته د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرونو لپاره اسانتیاوې رامنځته او ښار به معیاري بڼه غوره کړي.  

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت همداراز ویلي چې په دې سړک ټولټال ۴۰۷ میلیون افغانۍ لګښت کېږي چې د ښاروالۍ له بودیجې ورکول کېږي.   د ویلو ده چې د هوایي ډګر له څلورلارې تر ګمرک پورې د غځېدلي سړک چارې د ۱۴۰۳ کال د غویي میاشتې په ۸مه نېټه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شوې وې.

اړوند خبرونه