ډېر لوستل شوي

د ۱۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه؛ هېواد کې د «سرب او جست» د پروسس ستره کارخونه جوړیږي

د کانونو او پټرولیم وزارت له يوه خصوصي شرکت سره د «سرب او جست» د پروسس کارخونې د جوړولو هوکړه‌ليک لاسلیک کړی دی.

ياد وزارت وايي، یاده کارخونه د ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې په درې پړاوونو کې جوړیږي او په ورځ کې به تر ۵۰۰۰ ټنه د تولید وړتیا ولري.

د خصوصي شرکت مسوولينو ژمنه کړې چې د کارخونې د اړتیا وړ برېښنا لپاره به د برېښنا حرارتي دستګاه جوړه کړي او د خامو موادو د برابرولو په موخه به د ډبرو سکرو پر یوه «کان» هم پانګونه وکړي. د ويلو ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت په وروستیو کلونو کې هڅې ګړندۍ کړې چې د خصوصي سکتور په راخپلولو سره د افغانستان طبیعي زیرمې په عملي عوایدو بدلې کړي.

اړوند خبرونه