د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره د کتنې پر مهال د «دفاع ګډ» تړون لاسلیک کړی دی.
د سعودي دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي مشارکت په توګه یاد شوی چې د ګډو ستراتیژیکو ګټو او نږدې دفاعي همکاریو پر بنسټ ولاړ دی.
رویټرز بیا د یوه لوړپوړي ډیپلمات له قوله ویلي، چې تړون د ټولو پوځي همکاریو او د وسلو د کارولو موضوعات رانغاړي او دواړه هېوادونه به د اړتیا پر مهال له یو بل سره هر اړخیز ملاتړ کوي.
په تړون کې ټینګار شوی، چې هر ډول برید یا تېری پر سعودي عربستان او پاکستان د دواړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي. یاد تړون داسې مهال امضا کېږي، چې له دې وړاندې هم ریاض او اسلاماباد د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړي دي.

