ډېر لوستل شوي

ذاکر جلالي: له پوځي حضور پرته افغانستان او امریکا کولای شي اقتصادي او سیاسي اړيکې ولري

 د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تازه څرګندونو ته چې ویلي یې دي “بګرام پوځي اډه بېرته نیول غواړي” په غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: د امریکا ولسمشر پر بګرام د معاملې خبره کړې، ډونالد ټرمپ تر سياست هاخوا بريالی تاجر او معامله‌کوونکی دی او د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو يادونه هم د يوې معاملې له لارې کوي.

 ښاغلی جلالي زياتوي، افغانستان او امريکا کولای شي د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړيکې ولري، خو پرته له دې چې امريکا دې د افغانستان په کومه برخه پوځي حضور ولري، هغه لیکي: “پوځي حضور افغانانو په تاریخ کی نه دی منلی او دا احتمال د دوحې د خبرو او هوکړې پرمهال هم په بشپړ ډول رد شوی، خو نور تعامل ته دروازې پرانيستې دي.”

تر دې وړاندې د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین فطرت، او د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد له امید راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د بګرام هوايي اډې پر سره هر ډول معامله په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان ولس او نظام هیچا ته په افغانستان کې د پوځي حضور اجازه نه ورکوي.

 دغه راز د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم په یو ناسته کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته په خطاب کې ویلي وو: “افغانان هیڅکله په خپل هېواد کې بهرنی پوځي حضور نه مني. که یې منلی؛ نو بیا دا دومره قرباني او ستونزې ګالل د څه لپاره وو.” دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په برېټانیا کې د خبرو پر مهال د بګرام هوايي اډې د بیا نیولو خبره کړې. دا لمړی ځل ندی چې ټرمپ د بګرام په اړه خبرې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم څو ځله ددغې پوځي اډې په تړاو څرګندونې کړي.

اړوند خبرونه