د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د خوست په سپیرې ولسوالۍ د څلورو هغو کوډګرو د نیولو خبر ورکړی چې ځینو یې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې وېښتان نه وو جوړ کړي.
د دغه وزارت ویاند، مولوي سیف الاسلام خیبر په یو غږیز پيغام کې ویلي چې نیولشویو کسانو ته د سیمې خلکو احترام درلود او د کوډو لپاره به ورتلل.
نوموړي یاد کوډګر له اسلامي او انساني ژوند لرې بللي وو او په وینا یې چې هغوی د کورنیو په خوښه نیولشوي او د ظاهري څېرې تر اصلاح وروسته یې درې کسان په کلک ضمانت خوشې شوي دي.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند دا هم ویلي چې نیولشویو کوډګرو کې یو تن یې رواني ستونزه لرله چې د درملنې په موخه افغاني سرې میاشتې ته ور پېژندل شوی دی.
د دغه ولایت منسوبینو تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ټولنې د اصلاح په موخه لسګونه کوډګر نیولي وو، او تازه په ټول هېواد کې د رواني ناروغانو د نیولو لړۍ هم پیل شوې ده.

