د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه څرګندونو کې پر دې ټینګار کړی چې د افغانستان او امریکا ترمنځ باید شته خنډونه ډېر ژر لېرې شي.
خلیلزاد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خنډ د بندیانو موضوع بللې او ویلي یې دي، چې کابل او واشنګټن د اړیکو له پیاوړتیا او د خنډونو له منځه وړلو ګټه پورته کولی شي.
خلیلزاد د دواړو هېوادونو اړیکې اړينې بللې او زیاتوي: “د امریکا لپاره یو مهم او څرګند اړخ له ترهګرۍ سره مبارزه ده؛ خو افغانان بیا د خپلو ځانګړو دلیلونو له مخې د غوره اړیکو په لټه کې دي، چې په هغو کې له ګاونډیانو سره د شته ګواښونو او ننګونو یادونه شوې ده. ” په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي ویلي، امریکا کولای شي پرته له دې چې په افغانستان کې پوځي حضور ولري، په سیاسي او اقتصادي برخو کې له کابل سره اړیکې ولري.