ډېر لوستل شوي

امریکا کې پر يو کلب وسله‌وال برید؛ د بیړني حالت خبر ورکړل شوی

په امریکا کې د نیوهمپشایر ایالت په یوه ورزشي کلپ کې وسله‌وال برید شوی چې له امله یې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.
د اسوشیتدپرس د راپور له مخې، پېښه نن سهار (یک‌شنبه، وږي ۳۰مه) د نشوا ښار په «اسکای میدو کانټري کلب» کې رامنځته شوې ده.
پوليسو د پېښې له امله بیړنی حالت اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي چې د پېښې سیمې ته ورنه شي. د زيانونو په تړاو کره شمېر لا نه‌دی څرګند؛ خو د ځینو کسانو وژل کېدل او ټپي کېدل تائيد شوي دي.
د نشوا د پولیسو په وینا، برید کوونکی نیول شوی دی.
په دې وروستیو کې د امريکا په بېلابېلو ایالتونو کې ورته خونړۍ پېښې ډېرې شوې چې د امریکا پر ولسمشر یې پراخ انتقادونه پارولي دي.
نشوا ښار د ماساچوست ایالت پولې ته نږدې، د بوسټن له ښار څخه ۷۰ کیلومتره شمال لوېدیځ ته پروت دی.

اړوند خبرونه