ډېر لوستل شوي

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال د منرالونو د پروسس او صادراتو پاليسي تائيد کړې

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون په ناسته کې د افغانستان د منرالونو د پروسس او صادراتو پاليسي تائيد شوه.

ياد معاونيت نن په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د یادې پالیسۍ موخه د منرالونو د پروسس لپاره د ملي او نړیوالو معیارونو برابرول، د کورنیو او بهرنیو پانګونو راخپلول، د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي، د منرالونو د سوداګرو لپاره د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته د لاس‌رسي اسانتیا او د کار فرصتونو رامنځته کول دي.

په غونډه کې د هېواد په مهمو بندرونو کې د لابراتواري کمپلکس د جوړېدو طرحه هم تر هر اړخیز ارزونې وروسته تائيد شوې او د دې طرحې له مخې به په کمپلکس کې د ۹ وزارتونو او ادارو لپاره ځانګړي تاسیسات جوړېږي او هر لابراتوار به د ۴۰ جریبه ځمکې پر ساحه جوړ شي.

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت د خبرپاڼې له مخې، په تېره غونډه کې د افغانستان د ملي اقتصادي پالیسي مسؤده هم تائيد او د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظور شوې وه.

اړوند خبرونه